IQNA

د محصیلینوا و زده کونکو د کتنې په څنډې کې نندارتون

10:54 - November 05, 2024
د خبر لمبر: 3490109
ایکنا – د ایران د محصیلینو او زده کونکو سره د اسلامی انقلاب د لیدنې ترڅنګ حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د زلمیو هنرمندانو د آثارو د نندارتون کتنه هم وکړه.

ایکنانیوز راپور راکوي، حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي  له محصیلینو او زده کونکو سره د  زده کونکي د ملی ورځې په مناسبت  د کتنې ترڅنګ د زلمیو هنرمندانو د آثارو د  نندارتون کتنه هم وکړه چې د زلمیانو د هنر او زیار ئې ډيره ستاینه او قدرونه وکړه.

د اسلامی انقلاب په حضور کې د محصیلینوا و زده کونکو ددغې کتنې ترڅنګ چې د لړم په دولسمه نیټه شوې ،حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ؛آخراشه؛ په پوښښ کې د ګډون کونکو زده کونکو دهنري آثارو کتنه وکړه او له یوشمیر زلمیو هنرمندانو سره ئې خبرې هم وکړې. 

د؛آخراشه؛ په نامې سره کمپاین دغزې په بوږنونکو غمیزو د هنرمندو زده کونکو د مسئولیّت احساس او غبرګون ؤ. په دغه کمپاین کې څه دپاسه دوه زره زلمیو هنرمندانو  په ډول ډول هنری څانګو کې ګډون درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4246200

captcha